خوست کې د ټاکنو د ترسراوي په هدف بشپړ تیاری نیول شوی.
نن سهار د خوست ولایت امنیه قومندان پدې ولایت کې د ټاکنو ولایتي کمېسیون ته تللی او له اړونده چارواکو سره یې د ټاکنو د ورځې په ستونزو او ننګونو خبرې کړې دي.
امنیه قومندان د ټاکنو د ولایتي کمېسیون رییس او غړو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د شپږمې د تلې ټاکنو د ترسراوي په هدف بشپړ تیاری لري او همداراز دوی ته یې اطمینان ورکړ چې د ټاکنیزو سایټونو او رای ورکوونکو امنیت ساتنه د دوی سره کرښه او مسوولیت دی.