خوست کې د نشه یي توکو ۲۲ تنه پلورونکي او قاچاق کوونکي ونیول شول
د خوست ولایت امنیتي مسوولینو په تېرو دوو اونیو کې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۲۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
دا عملیات د خوست امنیه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري د لومړۍ، دویمې، څلورمې او نهمې امنیتي حوزو ترڅنګ په ګربزو، تڼیو، باک، اسماعیل خېلو/ مندوزیو، صبریو او شمل دوه منده ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه سلګونه دانې نشه یي (زیګاپ) ګولۍ، ټابلېټ کا، شیشه، چرس او هیرویین ترلاسه شوي دي.
یادو کسانو په خپلو اعترافاتو کې منلې چې دغه توکي یې د خرڅلاو او قاچاق په موخه ساتلي وو.