خوست کې د ماین چاودنې مخه نیول شوي.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۰:۱۴
x
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ ملي پولیسو د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ماین چاودنې مخه نیولي.
ددې ترڅنګ د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د شینکۍ امنیتي بلوک ملي پولیسو د شمل پیرانو سیمه کې په یوه زراعتي ځمکه کې د بیم یک مرمۍ مخکې د چاودنې کشف او شنډ کړل شوه
ترهګرو یاد ماین او بیم یک مرمۍ د نظامي وسایطو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.