خوست کې د دوو ماین چاودنو مخنیوی وشو.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په یاد ولایت کې د دوو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د اداري کمپلېکس او د نادر شاه ولسوالۍ په سپرغاورې سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د خوست د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شول.