خوست کې د خلکو د دوکه کولو او پیسو اخیستو په تړاو یو کس ونیول شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۵۷
asdfasf

د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، یو کس د خوست ښار په مربوطاتو کې نیولی، چې د بشري مرستو په نوم یې د یاد ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دوکه کول او د خیریه مؤسسو د نوم‌لیکنې په پلمه یې ترې پیسې اخیستې.

نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې د خلکو په دوکه کولو او له هغوی څخه د پیسو په اخیستو اعتراف کړی دی. نوموړي همدارنګه منلې، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې یې د بشري مرستو د ترلاسه کولو د نوم‌لیکنې او درواغجنو ژمنو په پلمه له خلکو څخه زرګونه افغانۍ ترلاسه کړې دي.

نیول شوی کس به د دوسیې له اسنادو سره یو ځای د نورو قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.