خوست کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۱:۱۸
g

ترهګرو طالبانو د خوست ولایت په یعقوبي ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یوې ټولنې چې د بیرغ ملي ورځې د نمانځنې  په مناسبت جوړه شوې وه، برید کړی چې له امله یې زموږ ۲ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي.
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پېښې ټپيان پر وخت او په بېړنۍ توګه د درملنې په پار روغتون ته لېږدولي دي.
ترهګر طالبان باید پوه شي چې د دوی دا ډول اسلامي او انساني ضد کړنې چې په وار وار یې ترسره کړې، نشي کولی چې د افغانستان خلک له خپلې خوښ کړل شوې لارې متزلزل کړي.