خوست کې د امنیتي مسؤلینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ۶۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د خوست ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ په خویخېلو سیمه کې د خوست امنیې قومندانۍ مسؤلینو په منځګړیتوب د حاجي سایل الدین او مرحوم عبدالله د کورنیو ترمنځ ۶۵ کلنه مرګونې دښمني چې پکې یو کس هم وژل شوی و، پای ته ورسېده او روغه یې وشوه. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وشو چې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د قومي جوړو بهیر ته هم پاملرنه کېږي، څو تربکنۍ پای ته ورسېږي او خلک په ورورولۍ کې ژوند وکړي.
قومي مشرانو د روغو جوړو بهیر وستایه او د ورته هڅو د دوام غوښتنه یې وکړه، په داسې حال کې چې دواړو کورنیو د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه، ژمنه یې وکړه چې د مینې او ورورولۍ فضا به ساتي. په مراسمو کې ملکي او نظامي مسؤلینو، د بېلابېلو قومونو مشران، علماء کرام او ګڼ شمېر ځایي خلک هم برخهوال وو.