خوست او فراه کې درې تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۱:۳۳
01

د خوست او فراه ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو درې تنه د قتل قضیو په تړاو نیولي دي.
پولیسو د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په خولبیسات بازار کې دوه تنه د یوه کس د وژنې په تړاو له دوه میله وسلو سره یو ځای نیولي دي.
همداراز د فراه ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو هم د فراه ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس د وژنې قضیې په تړاو نیولی دی.
یاد کسان اوسمهال د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.