خوست، دایکندي او فاریاب کې پینځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۴:۱۳
1

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په خوست، دایکندي او فاریاب ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد جلا عملیاتو په ترڅ کې پینځه تنه د بېلابېل ډوله نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له دې منځه پولیسو د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو درې پلورونکي له شپږ کیلوګرامه چرسو، په دایکندي ولایت کې یو کس د نشه يي توکو د پلور او د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې هم د نشه يي توکو یو پلورونکی له یو اندازه ښيښه سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دي.