خبرتیا

څرنګه چې هېوادوال په جریان کې دي، په دې وروستیو کې کرونا ویروس د پراخېدو په حال کې دی او دا ویروس د نړۍ په کچه د خلکو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی.
د دې ویروس پر وړاندې د تیاریو د نیولو، له خپرېدو څخه د مخنیوي او د مراجعینو د روغتیا ساتنې لپاره کورنیو چارو وزارت د مخکنۍ خبرتیا په تعقیب یو ځل بیا اړه دی؛ څو د مخکنۍ درملنې په برخه کې یو لړ ځانګړي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
یادو ټکو ته په کتو کوم مراجعین چې د خپلو کاري اسنادو د پړاوونو د بشپړولو په موخه کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي؛ رسول کېږي څو د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دمخه د کورنیو چارو وزارت انګړ ته مراجعه ونه کړي.
یادونه: هغه مراجعین چې چارې یې بېړنۍ دي د وقایوي لوازمو په نظر کې نیولو سربېره به د موظفو کسانو لخوا تر پېژندنې وروسته د وزارت انګړ ته اجازه ورکړل شي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه په دې برخه کې د درنو هېوادوالو له همکارۍ او حوصلې مننه او درناوی کوي.