حیات الله حیات: د افغانستان او اوکراین تر منځ به د همکاریو نوی باب رامنځته شي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن ماسپښین د افغانستان لپاره د اوکراین له نااستوګن سفیر واسیل سرواتیوک سره وکتل او له ترورېزم او افراطیت سره د مبارزې، د مخدره توکو له قاچاق څخه د مخنیوي او یو شمېر نورو مسایلو اړوند د بحث ترڅنګ یې پر ګډې همکارۍ بحث او خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اوکراین له سفیر سره د یو شمېر هغو افغانانو ستونزې هم شریکې کړې، چې کورنۍ یې په یاد هېواد کې مېشت دي او هلته د ورتګ په برخه کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.
د دې ترڅنګ؛ د اوکراین سفیر واسیل سرواتیوک بیا له کورنیو چارو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د دوستانه اړیکو په درلودولو خوښي وښوده او همدارنګه په یو شمېر برخو کې یې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي، چې په نږدې راتلونکی کې به د اففانستان او اوکراین هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همکاریو هوکړه هم لاسلیک شي.