حیات الله حیات: د اصلاحي برنامو په تطبیق کې د متقاعدو جنرالانو او د نظامي چارو د کارپوهانو سلا مشورې اړینې دي
![7](/sites/default/files/2021-06/196889595_2031801786957708_2579322361235070755_n_23.jpg)
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات تېر ماښام د هېواد له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او د نظامي چارو له کار پوهانو سره په کتنه کې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحي برنامو، د تېرو څو میاشتو لاسته راوړنو، پرمختګونو، د هېواد د امنیتي وضعیت، ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي حیات په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحي برنامو په تطبیق کې د نظامي چارو د کارپوهانو او متقاعدو جنرالانو رول مهم یاد کړ او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د اصلاحاتو په برخه کې خپلو همکاریو او اړینو مشورو ته دوام ورکړي.
متقاعدو جنرالانو او د نظامي چارو کارپوهانو په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ وستایله او له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ یې د مسایلو په اړه خپل ګټور نظریات او وړاندیزونه شریک او د سلا مشورو د دوام ډاډ یې ورکړ.