جوزجان کې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
تېره ورځ د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې موظفینو یو کس له ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو سره نیولی دی.
یاد نشه يي توکي د تریاکو له ډوله دي چې په شبرغان ښار کې په یو عراده نقلیه واسطه کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې فاریاب ته یې ولېږدوي.
د یو بل خبر له مخې؛ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په ارغندې چوک کې هم یو کس له څلور کیلو ګرامه شیشه سره یو ځای نیولی دی.