جنرال عبدالستار میرزکوال: مسوولین دې چارې په پوره قاطعیت او همغږۍ ترسره کړي

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۰:۱۷
6

نن سهار د کورنیو چارو د سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال په مشرۍ د یاد وزارت له مشرتابه غړو او رییسانو سره د چارو د همغږۍ او د ترسره شویو چارو د ارزونې غونډه ترسره شوه.
جنرال عبدالستار میرزکوال مسوولینو ته پر ملي دفاع ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اوسمهال د خلکو او خاورې ساتنه اساسي دنده ده او په دې برخه کې باید د دوښمن په ځپلو کې له پوره قاطعیت او فرصت څخه ګټه واخیستل شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې غونډې په ترڅ کې مسوولینو ته د پولیسو اعاشوي، تجهیزاتي او تسلېحاتي ستونزو ته په رسېدنې او همدارنګه د تحکیماتي بېزونو او پوستو د اړتیاوو په پوره کولو د ټینګار ترڅنګ؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د موثرې همغږې او سوق او ادارې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې ښاغلي میرزکوال د ترورېزم پر وړاندې پر مبارزې او همداراز د قانون د تنفیذ په برخو کې د قوتونو په ځای پر ځای کولو او ګټورې استفادې هم غور او ټینګار وکړ.