تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶ طالبان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۶:۳۹
1

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۸۶ طالبان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې ترڅنګ؛ ۱۹ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه چې  ترهګرو طالبانو د هېواد  په بېلابېلو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، کشف او خنثی شوي دي.
دغه ترهګرو د هېواد، ننګرهار، کندهار، فاریاب، نیمروز، بدخشان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.