ترهګرو طالبانو د جګړې په ډګرونو کې تر ماتې وروسته په مرکزي بغلان کې جنایت ترسره کړ
ترهګرو طالبانو تېره شپه د بغلان مرکزي ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټربم برید ترسره کړ او له هغې ورسته یې د دې ولسوالۍ د تصرف په پار ډلهییز بریدونه سازماندهي کړل.
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو طالبانو ډلهییز بریدونه شنډ کړل او په پایله کې يې درنه مرګ ژوبله ور واړوه.
د دې برید له امله سربېره پر دې چې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته زیان اوښتی، په سیمه کې نورو نږدې کورونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي. د دې برید په ترڅ کې زموږ یو هېوادوال شهید شوی او ۲۱ تنه نور ژوبل دي.
په وروستیو کې ترهګرو طالبانو د جګړې په ډګرونو کې ماتې خوړلې او درانه تلفات ور اوښتي دي. طالبانو د تېرو دوه میاشتو په لړ کې خپل ۲۸۰۰ جنګیالي له لاسه ورکړي او د ځینو ولسوالیو د نیولو پلانونه یې شنډ شوي دي.
شواهد ښيي چې هر کله چې ترهګر طالبان د جګړې په ډګرونو کې ماتې وخوري، نو د خپلو کسانو د روحیې د تقویې په پار بیا په دا ډول جنایتونو لاس پورې کوي.