تخار کې یو کس د "چرسو او تریاکو" د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۷:۱
1

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د "پوستې ملک های خطایان" په سیمه کې ځينې کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۶ کیلوګرامه چرس او درې کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه يي توکي په یو عراده موټر کې په ځيرک ډول ځای پر ځای شوي وو.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د تورن کس نسبتي دوسیه د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.