تخار کې څه باندې ۱۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۹:۳۸
ف

د تخار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲.۳۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې د تخار ښار له لته بند سیمې کشف او ضبط شوي دي.
د نشه يي توکو لېږدوونکي غوښتل، چې یاد نشه يي توکي له کلفګان ولسوالۍ څخه د تخار مرکز ته ولېږدوي، چې د پولیسو په یوه څار ځای کې یې د درولو هڅه کېږي، خو یاد کس له پولیسو تښتي او له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس یې تعقیبوي؛ تر دې چې موټر چلوونکی یې موټر پر ځای پرېږدي او خپله تښتي او پولیس هم  له نشه يي توکو ډک موټر نیسي.
د دې قضیې په تړاو تراوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو څېړنې روانې دي.