تخار کې پر زرګرو یو بریدکوونکی ونیول شو

د تخار ولایت پولیسو هغه کس نیولی چې په مرکز تالقان ښار یې د زرو پر هټیوالو ډزې کړې وې.
یاد کس نن سهار د تفنګچې په وسیله د زرو پر هټیوالو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې یو هټیوال شهید شوی او دوه نور یې ټپيان شوي دي.
د تخار پولیسو هم د چټک اقدام په ترڅ کې تورن کس نیولی او قضیه یې اوسمهال تر څېړنو لاندې ده.