تخار کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي قومندان ووژل شو.

د تخار ولایت پولیسو د مرکز تالقان ښار په کنجک سرایسنګ سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ستر او کلیدي قومندان قاري محمد الله چې په "ذید" مشهور و له یوه ساتونکي سره یو ځای وژلی دی.
ذید د ترهګرو طالبانو د یوې ۷۰ کسیزې ډلې مشري کوله او له مودو راهیسې یې په تالقان ښار، هزارسموچ او بهارک ولسوالیو کې په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کوه.