تخار او ننګرهار کې څلور تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۰ - ۱۳:۲
2

د تخار او ننګرهار ولایتونو د امنیه قومندانیو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د "چرسو" د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې دوه تنه چې ۲۵ کیلو‌ګرامه چرس یې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې نشه‌يي توکي له بدخشان څخه کندوز ته ولېږدوي؛ د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په "ملک‌های ختایان" سیمه کې نیول شوي دي.
همداراز یو بل کس چې ۳۴ کیلو‌ګرامه چرس یې په یو عراده سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.
د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په "باریک‌اب" سیمه کې هم یو کس چې درې کیلو‌ګرامه چرس یې په یو عراده رېکشا کې ځای پر ځای کړي وو، نیول شوی دی.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.