بګرام کې له یوې موټر بم چاودنې مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۸:۲۷
ق

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په بګرام ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د "جونګزي" کلي له اړوند سیمو کشف او شنډ کړی دی.
همداراز د ګازو په ډبو کې ۱۵۰ کیلو ګرامه ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي، څلور ډزه د درنو وسلو ګولۍ، یو میل تفنګچه، دوه عرادې موټرسایکلونه او دوه کړۍ لاسي بمونه د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادو قضیو په تړاو څلور تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.