بلخ کې څلور نامسووله وسله‌وال د قتل او تېري په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۳ - ۱۴:۴۷
1

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په دهدادي ولسوالۍ کې څلور نامسووله وسله‌وال نیولي دي.
یاد کسان په مزارشریف ښار کې پر یوې ښځې په جنسي تېري او د یوه کس په وژنې تورن دي.
دې کسانو د دستګیرۍ پر مهال له پولیسو سره نښته کړې او له دوی څخه دوه میله کلاشینکوف وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.