بلخ کې څلور تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په لړ کې څلور تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد او د نشه يي توکو د پلور په تړاو د مرکز له اړوند سیمو نیولي دي.
دوه تنه د مزارشریف ښار د پُل تصدۍ له سیمې له دوه میله کلاشینکوفونو سره او دوه تنه نور له یو میل کلاشینکوف او څه باندې یو کیلو ګرام نشه يي توکو سره د نهمې ناحیې له اړوند سیمو نیول شوي دي.