بلخ کې پنځه تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو په منځ کې د چهار بولک ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د تش په نامه ولسوال ورور هم شامل دی.