بلخ کې شپږ تنه د ترورېستي بریدونو د سازماندهي په تړاو متلاشي شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۰:۲۲
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه وژلي او درې نور یې نیولي دي.
یاده ترهګره ډله داسې مهال په نښه شوه، چې غوښتل یې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې پر شته امنیتي ځواکونو برید طرحه او سازماندهي کړي.
له دې کسانو څخه یو میل توغندی، یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، دوه قبضې لاسي بمونه او همدارنګه یو اندازه نظامي مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.