بلخ کې د پولیسو منسوبینو له پاره د کوېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۳:۲۹
8

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ریاض درمل تېره ورځ په بلخ ولایت کې د ملي پولیسو منسوبینو له پاره د کوېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې۵۰ بستریز روغتون تر پرانیستې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره. 
یاد روغتون د یو میلیون او اوه سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی، چې په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبال دی.
د کورونا ویروس له شیوع تر دې مهاله، دا د هېواد په کچه درېیم روغتون دی چې د پولیسو منسوبینو د درمنلې په موخه جوړېږي او شونې ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به څلور نور روغتونونه هم په نږدې راتلونکي کې جوړ او د پولیسو د درملنې له پاره به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین د دې روغتون په پرانیسته کې وویل، چې دا روغتون به د پولیسو منسوبینو په درملنه کې ګټور رول ولوبوي.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو وزارت د روغتیايي چوپړتیاو لوی رییس مل‌پاسوال محمداصف برومند هم د یاد روغتون په اړه څرګنده کړه، چې د نوموړي روغتون په وسیله به د شمال زون په ځانګړې توګه د بلخ ولایت د پولیسو غوره درملنه وشي.
هېره دې نه وي چې د پولیسو منسوبینو له پاره د ۵۰ بستریز روغتون په پرانیست‌غونډه کې د بلخ والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو هم ګډون درلود.