بلخ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو.
د عامه امن پولیسو د بلخ ولایت په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات ترسره کړي؛ ترهګرو په دې وروستیو کې د یاد ولایت په اړوند سیمو کې یو لړ پټنځایونه جوړ کړي، چې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو، دوه یې ټپیان او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
یاد عملیات د بلخ ولایت د نهرشاهي او دولت اباد ولسوالیو په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.