بلخ او کندهار کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ او کندهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ پر سړک او همدارنګه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.