بغلان کې ۱۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

د بغلان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یو کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو؛ چې په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.
ضبط شوي نشه يي توکي د هیرویینو او چرسو له ډوله دي.