بغلان کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱/۳۰ - ۹:۵۴
01

د بغلان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز پلخمري ښار په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس د یو اندازه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
 یاد کس ۶ کیلوګرامه تریاک او ۳ کیلوګرامه چرس په یوه کرولا ډوله موټر کې د ګاز په بالون کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ښار ته یې دننه کړي.
نشه يي توکي د پولیسو لخوا ضبط شوي دي.