بغلان کې نږدې ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د پلخمري ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد توکي په یوه باروړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او حامل کس یې غوښتل چې کندر ولایت ته یې ولېږدوي.
د یادې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.