بغلان کې د ترهګرو طالبانو له زندانه ۳۴ ازاد شوي زندانیان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۴:۳۴
y

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په بغلان ولایت کې د ترهګرو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ۳۴ زندانیان د ترهګرو له منګلو ازاد کړل.
نن ماښام یاد زندانیان د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د یوې ماښامنۍ په ترڅ کې چې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ارکان حرب خوشحال سعادت، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیالې حسنا جلیل، د ملي پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان مل پاسوال میر احمد عظیمي او یو شمېر نورو چارواکو پکې ګډون کړی و، د یو لړ نقدي مرستو په نازولو سره یې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په یاده ماښامنۍ کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د ملي پولیسو پر ځواک او غښتلتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په تېرو درېیو میاشتو  کې امنیتي ځواکونو د هېواد په کچه نهه لوی عملیات د ترهګرو طالبانو پر زندانونو ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۴۰۰ تنه د ترهګرو طالبانو له زندانه راخوشي کړي دي.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ارکان حرب خوشحال سعادت د وزارت په اډاڼه کې د مثبتو بدلونونو پر راتلو رڼا واچوله او ویې ویل، چې پولیس ورځ تر بلې د مسلکي کېدو په حال کې دي او هر هغه څوک چې د پولیسو له حقوقو ناوړه ګټنه کوي، هغوی سره به جدي قانوني چلند کېږي.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې قومندان مل پاسوال میر احمد عظیمي د ترهګرو طالبانو پر زندان د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو څرنګوالی بیان کړ او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات د پنځو ساعتونو په درشل کې ترسره شول، چې په ترڅ کې ۳۴ زندانیان چې اوه پکې ملي اردو، اوه پکې ملي پولیس، درې پکې ملي امنیت او ۱۷ نور یې ملکي وګړي وو، راخوشي شول.
د ترهګرو طالبانو له زندانه راخوشي شویو زندانیانو هم د ملي پولیسو له ځانګړې قطعې مننه وکړه او ویې ویل، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دوی په راخوشي کولو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې، چې دوی به مدام د دې احسان پوروړي وي.