بغلان کې دوه تنه د قتل او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د بغلان ولایت د ملي پولیسو منسوبینو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو د بغلان ولایت په بنوی اندراب ولسوالۍ کې یو کس چې بېلابېلو قضیو په ځانګړې توګه په قتل، غلا او انسان تښتونې کې یې لاس درلود، له یو قبضه راکټ غورځوونکي او ۱۲ کیلوګرامه چرسو او یو شمېر مهماتو سره یې یو ځای تر پېژندنې وروسته نیولی دی.
همداراز پولیسو د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ په "خوش دره" کلي کې بل کس چې اته کیلوګرامه چرس یې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته یې قاچاق کړي، نیولی دی.