بغلان او لغمان کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د بغلان او لغمان ولایتونو د امنیه قوماندانیو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، د موټر غلا، تېري او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په بغلان کې درې تنه د وژنې، یو کس د موټر د غلا او بل کس د تېري او همدارنګه د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په "سلطان غازي بابا" سیمه کې هم څلور تنه د یوه کس د ژوبلې په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.