بدخشان کې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۱:۷
ب

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه یي توکي د تریاکو له ډوله دي، چې په جرم ولسوالۍ کې د یوه قاچاقبر پر کور د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ضبط شوي دي.
د کور څښتن د ځانګړو ځواکونو تر رارسېدو مخکې په تېښته بریالی شوی، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو پلټنې روانې دي.