بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تړاو دوه کسان ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۲۸
cxvbxcvbxvcb

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د فیض‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ۱۲ کلن ماشوم د تښتونې په تړاو دوه کسان نیولي دي.

امنیتي مسوولین وایي، نیول شوي کسان چې یو یې د لغمان او بل یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي، تورن دي چې د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی ۱۲ کلن جواد، یې تښتولی او بدخشان ولایت ته یې انتقال کړی و.

تښتول شوی ماشوم د کشفي عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ له شکمنو کسانو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

نیول شوي کسان به له څېړنو او د دوسیې د بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.