بدخشان کې دوه تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کشم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه پنځه کیلو ګرامه هیرویین هم ترلاسه شوي او قضیه یې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.