بدخشان او سمنګان کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بدخشان او سمنګان ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه؛ په بدخشان ولایت کې درې تنه له څه باندې پنځه کیلوګرامه تریاکو او همدارنګه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې هم درې تنه د ښيښه او هیرویینو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.