بامیان کې د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د ټینګښت په پار ولسي بحث پرانیستل شو

په بامیان ولایت کې د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د ټینګښت – د اند تبادلې او همدارنګه د دې اړیکو په موخه د اسانتیاو/لاروچارو د رامنځته کولو په پار ولسي بحث پرانیستل شو.
په دې بحث کې د بامیان والي سیدانور رحمتي، د ولسي پولیسو لوی رییس عبدالمعین معین، د بامیان امنیه قوماندان سمونوال زبردست صافی، د ولایتي شورا وکیل حاجي اسدي، د ملکي او نظامي ادارو رییس، متنفذینو، علماو او ځوانانو ګډون کړی و.
د بامیان امنیه قوماندان له خلکو د تلپاتې همکارۍ له امله د مننې او درناوي سربېره؛ ژمنه وکړه چې د خلکو او پولیسو تر منځ یې اړیکې ښې کړې او د دې ادارې مشرتابه هیات ژمن دی، چې د طرفینو تر منځ به یې اړیکې غوره او پراخې شي.
په دې برنامه کې؛ بامیان د فرهنګ او هنر کور تیاتر د خلکو د لا تشویق او همداراز د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د رامنځته کېدو په پار پرانیستل شو.
ورپسې د ولسي پولیسو رییس، د بامیان امنیه قوماندان او د دې ادارو چارواکو د خلکو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.
د دې برنامې په پای کې؛ کوم ستاینلیکونه چې د ولسي پولیسو د مدیریت له لوري د ولسي پولیسو د مشورتي شوراګانو رییس او غړو ته اماده شوي وو، د چارواکو لخوا ووېشل شول.