امنیتي ځواکونو نهه ترهګر طالبان وژلي.

په لوګر او فاریاب ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په څلور بېلو نښتو کې، نهه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
یادې نښتې د لوګر په محمد آغه او د فاریاب په شرین تګاب ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د نښتو په لړ کې دوه ترهګر طالبان سخت ټپي شوي او ترڅنګ یې دوه پولیس هم په سطحي ډول ټپیان شوي دي.