امنیتي ځواکونو؛ په ۱۰ ولایتونو کې ۴۸ تنه نیولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۲:۱۵
طرزطرزطرزطرز

د کورنیو چارو وزارت پولیسو د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې د غلا، وژنو، قمار، ځورونو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۴۸ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۱ وسله وال غله او دوه تنه د شرابو د پلور په تړاو په هرات، اووه تنه د جنایي جرمونو په تړاو په کاپیسا، شپږ مجرمین په نیمروز، څلور تنه د قتل په تړاو په کندز او شپږ تنه د قمار او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
ورته وخت کې، پولیسو درې تنه د قتل او یو تن د غلا په تړاو په غور، دوه غله په اورزګان، یو تن د وژنې او یو تن د ځورونو په تړاو په تخار او دوه غله په جوزجان او سرپل کې نیولي دي.