امنیتي ځواکونو؛ په شپږو ولایتونو کې ۱۸ تنه نیولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
tsts

امنیتي ځواکونو په هرات، سمنګان، تخار، بلخ، جوزجان او غور کې د غلا، اخلاقي فساد، له کوره د تېښتې او ترافیکي پېښې په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي.
له منځه یې، شپږ مسلکي غله په هرات، درې تنه د څارویو د غلا په تړاو په سمنګان، یو غل او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په تخار، درې په بلخ، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان او په غور کې یو تن د ترافیکي پېښې په تړاو نیول شوی دی.