امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نږدې راتلوونکي کې د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۸/۹/۱۵ - ۱۴:۲۴
5

تېره ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ هیأت د شمال او شمال ختیځ زون ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی و.

یاد هیأت په بلخ کې د ملي پولیسو او په ټوله کې د شمال او شمال ختیځ زون د امنیتي او دفاعي ځواکونو له قومندانانو سره کتلي او د اړونده ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په هدف یې خبرې کړې دي.

همداراز په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او او اوپراسیون عمومي رییس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي او د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون عمومي رییس برید جنرال هیبت الله علیزي ګډون کړی و او په شمال او شمال ختیځ زونونو ولایتونو کې یې د پراخو چاڼیزو عملیاتو له پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره به په یادو زونونو کې د ترهګرو طالبانو ځالې او پټنځایونه په نښه او په بشپړه توګه به یې له منځه یوسي.

دوی په غونډه کې د یادو ولایتونو قومندانانو ته په ټینګار سره وویل، چې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال دې غوڅه هڅه وکړي؛ څو د سیمو ملکي خلکو ته کوم زیان وانه وړي.

په پای کې د ناستې غړو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د پلان او اوپراسیون له عمومي رییسانو مننه وکړه، چې پر وخت یې د شمال او شمال ختیځ زونونو ولایتونو ته پاملرنه کړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ترهګرۍ ضد چاڼیزو عملیاتو پر مهال به پوره کوښښ وکړي، چې ملکي خلکو او عامه شتمنیو ته کوم زیان ونه رسېږي.