امنيتي ځواکونو په اوو ولايتونو کې ١٨ تنه مجرمين ونيول شول.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په پکتيکا، سمنګان، نورستان، باميان، غزني، بغلان او هرات ولايتونو کې ۱۸ تنه د غلا، اخلاقي فساد او له کوره د تېښتې په تور نيولي دي.
د دې په منځ کې؛ په پکتیکا ولایت کې د وسله والو او مسلکي غلو یوه اووه کسیزه ډله، دوه په سمنګان ولایت کې له کوره د تېښتې په تور، دوه په بامیانو کې، دوه په نورستان کې د ناقانونه ښکار په تړاو، یو په غزني کې، دوه د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي. له بغلان او يو بل غل له هرات ولايت څخه ونيول شول.