امنيتي ځواکونو په ۱۲ ولايتونو کې ۳۶ تنه د غلا، جوارګرۍ، ناقانونه وسلې ساتلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.
له دوی؛ هلمند کې ۱۰ مسلکي او وسله وال غله، بغلان کې يو تن د وژنې او ۹ تنه د جوارګرۍ په تړاو، دايکندي کې يو تن د غلا او دوه تنه د فزيکي شخړې په تړاو، دوه غله په بلخ، دوه تنه د وژنې په تړاو په لغمان، يو تن په ننګرهار کې د نظامي تجهيزاتو د ساتلو په تړاو او دوه غله په غور او ارزګان کې نيول شوي دي.
ورته مال؛ په بلخ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې يو شمېر وسلې او مهمات پوليسو موندلي او ضبط کړي دي.