الحاج مولوي محمد عثمان ترابي د کاپیسا ولایت لپاره نوی امنیه قومندان ور وپیژندل شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۲:۱۷
asdasdad


هغه غونډه چې په همدې موخه د یاد ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال الحاج لوی پاسوال مولوي نورجلال جلالي، د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رییس الحاج پاسوال مولوي زین الله عابر، د یاد ولایت والي الحاج قاري احسان الله بریال او نورو ملکي او نظامي مسوولینو ګډون کړی وو.
نوي ټاکل شوي امنیه قومندان، په خپلو خبرو کې، مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د لا ښه امنیت په راوستو کې به پوره هڅه او هاند وکړي.