الحاج قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت امنیه قومندان په توګه وټاکل شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۹
asdfasf

د معرفت مراسم د کورنیو چارو وزارت د لېږل شوي هیئت، د یاد ولایت والي قاري ګل حیدر شفق، د جوزجان ولایت پخوانی امنیه قومندان مولوي عبدالستار صابر، د محلي ادارو مشرانو، علماوو ، متنفذینو او امنیتي مسوولینو په ګډون جوړ شوي وو.
غونډې ته د یاد ولایت والي ښاغلي شفق په خپلو خبرو کې، تغیر او تبدیل د نظام اصل یاد کړ چې مسوولینو هغه منلی او له دې لارې د ولس خدمت کوي.
وروسته نوي ټاکل شوي امنیه قومندان خبرې وکړې وویل: مسوولیت یو دروند امانت دی چې ټول باید د یو بل تر څنګ ولس ته د ښه امن راوستلو په برخه کې صادقانه هڅې وکړو.