اطفایې پولیسو کابل ښار کې دوا پاشي پيل کړه
کورنیو چارو وزارت له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په پار کابل پولیسو ته دستور ورکړی، څو د دوا پاشۍ لړۍ په مرکزونو او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي.
د دې دستور پر بنسټ د کابل پولیسو د اطفایې منسوبین له ۲۰ عرادو دوا پاشه وسایطو سره د کابل ښار د بېلابېلو سیمو د عفوني ضد کولو لپاره تیار کړي دي.
نن د اطفایې دې ټيم له کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خپل کار پيل کړی او دا لړۍ به هره ورځ دوام ولري.