ارزګان کې یو کس له یو شمېر نظامي تجهیزاتو سره د وژنې په تور نیول شوی
تېره ورځ د ارزګان پولیسو یو کس په ترینکوټ ښار کې د وژنې په تور نیولی دی.
پولیسو د تورن کس د کور د تلاشۍ په لړ کې دوه میله وسلې، ۱۷ شاجورونه، د کلاشینکوف څه باندې ۱۰۰۰ ګولۍ او یو شمېر نور نظامي تجهیزات ضبط کړي دي.
یاد کس د جومات د یوه ملا امام په وژنه تورن دی، چې یوه میاشت دمخه د مرکز په تالاني کلي کې وژل شوی و.